ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن دوشنبه د سعودي عربستان له واکمن ولیعهد شهزاده بن سلمان سره وګوري.
ویل کېږي چې د دوی خبرې به د واشنګټن پوسټ د کالم لیکونکي جمال خاشقجي د قتل په اړه پر څېړنو متمرکزې وي.
د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې «CIA» په ارزونه کې ولیعهد بن سلمان ته ګوته نیول شوې چې د اکټوبر په دوهمه نېټهیې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژنې امر ورکړی و.
سعودي چارواکو بیا دا رد کړې چې ګوندې ولیعهد دې د خاشقجي د وژنې امر ورکړی وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د سعودي پلازمېنې ریاض ته رسېدلی دی او دغلتهیې له یو شمېر نورو سعودي چارواکو سره پر دې قضیې د بحث لپاره کتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي:
"د بهرنیو چارو وزیر پامپیو د جمال خاشقجي د وژنې په اړه د سعودي عربستان د څېړنو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی، څو حقایق تأیید شي، معلومات وارزول شي او هغوی چې مسؤل دي، حساب دې ورسره وشي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دوحې څخه ریاض ته رسېدلی.
نوموړي دوحه کې ویلي و د قطر او په خلیج کې یې د سُني ګاونډیانو ترمنځ ډپلوماتیک کړکېچ د ډېرې مودې لپاره وغځېد.
بحرین، مصر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د تېر کال په جون میاشت کې له قطر سره ډپلوماتیکې او ټرانسپورتي اړیکې وځنډولې او دا هېواد یې د ترهګرۍ او ایران په ملاتړ تورن کړ، خو دوحه دا تورونه ردوي.