د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په تهران کې د پولنډ شارژدافیر احضار کړ او په وارسا کې یې د هغې ناستې د ترسره کېدو په اړه خپل اعتراض ورواوراوه چې امریکا او پولنډ یې په ګډه جوړوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، د پولنډ شارژدافیر احضار شو او د سولې او امنیت په نوم نومول شوې ناستې په اړه چې د ایران ضد ده د ایران اعتراض ورواورول شو.
قاسمي په خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د پولنډ شارژادفیر ته وویل شول چې دا ناسته د ایران پر ضد د امریکا یو خصمانه عمل دی او پولنډ یې باید له کوربهتوب نه ډډه وکړي.
په وارسا کې د فبرورۍ په ۱۳مه او ۱۴مه جوړېدونکې ناسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو اعلان کړې وه او پرونیې په قطر کې هم ورته اشاره وکړه.
ښاغلي پامپیو زیاته کړه:
"له هېوادونو جوړ یو لوی ائتلاف به حضور ولري. موږ به په بېلابېلو مسایلو کار وکړو، د دې موضوع په شمول چې څنګه ایران اړ کړو چې د یوه نورماله هېواد په توګه عمل وکړي."
په تهران کې د پولنډ شارژدافیر ووجسییچ ویلي په وارسا کې جوړېدونکې ناسته د ایران پر ضد نهده او پولنډ د ایران پر ضد د امریکا په دریځ کې شریک نهدی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که دا ناسته په وارسا کې جوړه شي ایران به اړ وي څو په دې برخه کې ځواب ویونکی ګام پورته کړي.