د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دا رد کړه چې ګواکې د روسیې له ولسمشر سره یې د خبرو په اړه جزیات پټ ساتلي او وایي، هېڅ داسې څه نه شته چې ده پټ کړي وي.
ډونالد ټرمپ دغه څرګندونې پرون ناوخته له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې وروسته له هغې وکړې چې واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چې ټرمپ ډېر له خپلو حدودو وړاندې تللی او له ولادیمیر پوتین سره یې د خبرو جزیات پټ ساتلي دي.
دې ورځپاڼې د یو شمېر اوسنیو او پخوانيو امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې په یوه مورد کې په ۲۰۱۷ کال په هامبورګ کې ټرمپ له خبرو وروسته د ژباړونکي نوټونه ترې واخیستل او هغه ته یې وویل چې په دې غونډه کې د شویو بحثونو په اړه به نورو چارواکو ته څه نه وایي.
ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په جولای کې په هلسنګي کې له پوتین سره د دوه په دوه غونډې په اړه هم ویلي وو چې له هغه سره یې ډېر ښه بحث درلود.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د تړلو دروازو تر شا د خبرو جزیات ولې نه په ډاګه کوي، وویل چې ده داسې خبرې کړي لکه هر یو ولسمشر یې چې کوي.
د ده په وینا، موږ د اسرائیل او د دې هېواد د امن کولو او پر ډېرو نورو مسایلو خبرې وکړې او ده هېڅ شی پټ نه دی ساتلی.
د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له روسیې سره د ټرمپ اړیکې هغه موضوع ده چې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د جنایي تحقیقاتو په اصلي محور کې ده.