ایران په تهران کې د پولنډ د سفارت شارژدافیر احضار کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د پولنډ د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د هغه نړیوال کنفرانس په وړاندې یې چې دا هېواد به یې له متحدو ایالتونو سره په ګډه د منځني ختیځ او په ځانګړې توګه د ایران په اړه کوربه توب کوي، ورته خپل اعتراض وړاندې کړ.

د ایران د ایرنا خبري آژانس د راپورونو له مخې، د دې وزارت یوه چارواکي د پولنډ شارژدافیر ته وویل، دغه پرېکړه چې پولنډ راتلونکې میاشت دغه غونډه جوړوي، دا د ایران په وړاندې د دښمنۍ یو عمل دی او تهران به د پولنډ په وړاندې یو شمېر ځوابي اقدامات وکړي.

د خبرله مخې، د پولنډ دغه ډیپلومات د دغه کنفرانس په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې هغه د ایران ضد نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د وزیرانو په سطحه یوه غونډه به په وارسا کې د فبرورۍ په ۱۳مه او ۱۴مه وشي او په هغه کې به د منځني ختیځ پر سولې او ثبات او هم په دې سیمه کې د ازادۍ او امنیت پر مسایلو تمرکز وشي.

پامپیو وویل، په دې غونډه کې به یوه مهمه موضوع چې په سیمه کې به ایران له خپل ورانوونکي نفوذه کار نه اخلي، هم شامله وي او د دې مسئلې ډاډ به اخیستل کېږي.