په کابل کې د ګازډبې چاودنې لږترلږه نهه تنه وژلي

په کابل کې د ګازو د ډبې د چاودنې په پېښه کې لږترلږه نهه تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، په دې چاودنه کې چې پرون ناوخته د کابل ښار په یوه رسټورانټ کې وشوه، اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې دا ډول پېښې په تېره بیا په سړو ژمیو کې تل کېږي.