د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکوي چې د یو شمېر فدرالي دولتي ادارو تړل کېدل به چې تر اوسه سابقه نهلري، دوام وکړي او ملامتي به یې د ډموکراټانو پر غاړه شي.
ټرمپ پرون په ټویټر ولیکل، موږ به تر هغو چې ډموکراټان بېرته له خپلو رخصتیو راځي او بېرته کارونه پیلوي یوه اوږده موده غیر فعال و.
د امریکا د کانګرس دواړه جرګې به د شنبې او یکشنبې د ورځو له رخصتیو وروسته د دوشنبې په ورځ بېرته کار پیل کړي.
د امریکا د یو شمېر فدرالي ادارو پر تړل کېدو پرون ۲۱ ورځې واوښتې چې دا د امریکا په تاریخ کې په نویمه لسیزه کې د پخواني ولسمشر بېل کلېنټن په دوره تر ټولو اوږده موده وه چې ثبت شوې وه.
د فدرالي ادارو شاوخوا اته سوه زره کارکوونکي یا کار نه کوي یا بې تنخوا کارونه کوي.
ډموکراټان له دې ډډه کوي چې له مکسیکو سر د امریکا په پوله د هغه د دیوال د جوړېدو لپاره ۵،۷ میلیارډ ډالره بودجه ومني چې ټرمپ یې غوښتنه کړې ده او ټرمپ چې له مکسیکو د غیرقانوني کډوالو او مخدرو موادو د مخنیوي لپاره د دغه دیوال جوړېدل ضروري بولي ویلي یې چې تر هغو به د کانګرس له خوا وړاندې شوې بودجه تصویب نهکړي چې دغه دیوال ته د جوړېدو لپاره پهکې دغه پیسې په پام کې نیول شوې نه وې.