د جوزجان چارواکي پر امنیتي پوستو د طالبانو د بریدونو خبر ورکوي

د جوزجان چارواکي تېره شپه د دې ولایت د اقچې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو د بریدونو خبر ورکوي.

د اقچې ولسوال غلام سخي سبحاني نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې بریدونو کې طالبانو د دې ولسوالۍ له پل نو سره یوه امنیتي پوسته نیولې ده.

د هغه په وینا، په دې بریدونو کې اووه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي دي.

سبحاني طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه د اتو طالبانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو خبره کوي.

د هغه په وینا، د پل نو پوسته تر اوسه له طالبانو سره ده او نوي ځواکونه تر اوسه سیمې ته نه دي رسېدلي.