د شبرغان او مزارشریف د لارې په اوږدو کې مسافر له ناامنۍ سرټکوي

ارشیف

د شبرغان او مزارشریف د لارې په اوږدو کې مسافر له ناامنۍ شکایت کوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د جوزجان او بلخ ترمنځ په لویه لار کې ناامني هغه مهال ډېره شوه چې د دولت وسله‌والو مخالفانو د دې لارې په اوږدو کې د پولیسو پوستې ویجاړې کړې.

د جوزجان سیمه‌ییز چارواکي تأییدوي چې پرون شنبه وسله‌والو طالبانو په‌دې لاره کې د سوداګرو ۲۲ بار وړونکي موټرونه له ځان سره وړي دي.

د جوزجان د فیض‌اباد ولسوال انجنیر الف شاه د ازادي راډیو خبریال ته نن یکشنبه وویل چې طالبان له بلخ ولسوالۍ څخه فیض اباد ته ورغلي او عمومي سړک یې ناامن کړی دی.