د مقدونیا صدراعظم زوران زایف وايي، تمه لري چې د یونان پارلمان به هغه موافقه تأیید کړي چې پر اساس یې د مقدونیه نوم پر شمالي مقدونیا جمهوریت اوړي.
زایف پرون شنبه وویل، د مقدونیه د پارلمان غړیو چې د مقدونیه د نوم له بدلون سره مخالفت درلود، د جنورۍ پر ۱۱مه له ده سره تر درې ورځنیو خبرو وروسته موافقه وکړه چې د دغه هېواد نوم پر شمالي مقدونیه جمهوریت بدل شي.
د امریکا متحده ایالتونو د مقدونیه د پارلمان د دې پریکړې هرکلی وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو د جنورۍ پر ۱۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د مقدونیې مشرانو د نوم د بدلون پر سر د اختلافاتو د هواري لپاره خپل لید لوری او جرئت وښود او دا به دغه هېواد ته لاره هواره کړي چې په ناټو او اروپایي اتحادیې کې د شمالي مقدونیې د جمهوریت په حیث قانوني ځای ترلاسه کړي.
اعلامیه زیاتوي، د امریکا متحده ایالات دا تاریخي فرصت بولي چې په سیمه کې ثبات، امنیت او هوساینه راوستلی شي.
د نوم پر سر د مقدونیې او یونان ترمنځ د څو لسیزو اختلافاتو له ناټو او اروپایي ټولنې سره د دغه هېواد د یوځای کېدو مخه نیولې وه.
د یونان یو شمالي ولایت هم مقدونیه نومېږي.