د چین په شمال کې د سکرو په یوه کان کې چاودنې ۲۱ تنه وژلي

ارشیف

د چین دولتۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له کبله ۲۱ تنه وژل شوي دي.

د چین د دولتي تلویزیون او شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه نن یکشنبه د شانکسي ایالت په شینمو سیمه کې وشوه.

راپور وايي چې ۶۶ کان کیندونکي ژغورل شوي دي.