یوه اتلس کلنه سعودۍ نجلۍ چې ویل یې که سعودي عربستان ته بېرته وګرځول شي، وبه وژل شي، کاناډا ته ورسېده او د پناه غوښتنه یې وکړه.
د دې نجلې چې رهف محمد ال کنون نومېږي، قضیې وروسته له دې په نړۍ کې ځان ته پام واړاوه چې هغې په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین وکړ.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره کریستیا فریلنډ پرون د ټورنټو په نړیوال هوايي ډګر کې د هغې هرکلی وکړ.
رهف محمد ال کنون له خپل هېواده لومړی کویټ او له هغه ځایه بنکاک ته لاړه.
د بنکاک د هوايي ډګر له یوه هوټله یې پهدې خاطر له وتلو انکار وکړ چې د دې په وینا بېرته سعودي ته استول کېږي.
د جمعې په ورځ د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو اعلان وکړ چې هېواد یې حاضر دی چې دې سعودۍ ښځې ته پناه ورکړي.