د مصر امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په جنوب کې د عملیاتو پر مهال شپږ تنه تُندلاري اسلامپالي وژلي دي.
د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې پولیسو د شنبې په سهار د تښتېدلو تروریستانو یو پټنځای د سوهاج ښار په یوه غرنۍ سیمه کې په نښه کړ.
اعلامیه زیاتوي پولیسو پهدې عملیاتو کې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
اعلامیې دا هم ویلي چې دغو مشکوکو کسانو تروریستي بریدونه پلان کړي وو، خو ډېر جزئیات یې پهدې اړه نهدي ورکړي.
د پولیسو د مرګ ژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.
د مصر امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې چې پخوانی اسلامپالی ولسمشر محمد مرسي د پوځ د مخالفتونو په نتیجه کې له دندې لېرې کړای شو، پهدغه هېواد کې امنیتي ځواکونو د اسلامپالو یاغیانو سره په جګړه دي.