د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې په یوې نانوایي کې د چاودنې له کبله درې تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول.
چارواکي وایي، د دوی په باور دا پېښه د ګاز د لیک کېدو څخه رامنځته شوه.
دوه تنه وژل شوي کسان اور وژونکي وو چې د اور وژنې عملیاتو پر مهال مړه شول.
د چارواکو په خبره درېیم کس یوه هسپانوۍ مېرمن وه چې له خپل مېړه سره د پاریس د لیدو لپاره ورغلې وه.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټویټرپاڼه د دې پېښې له کبله خواشینې ښودلې ده.
۴۷ تنه نور پهدې پېښه کې ټپیان شوي چې د لسو روغتیایي حالت خراب ښودل شوی دی.
یوه عیني شاهد ویلي چې اور وژونکي تر چاودنې یو ساعت دمخه دغه دکان ته ننوتي وو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټوف کاستانر خبریالانو ته ویلي، شااوخوا دوه سوه اور وژونکي یې سیمې ته استولي، څو لګېدلی اور ووژني او د شااوخوا ودانیو څخه خلک وباسي.