د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز یې لغو کړل.
د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغو ټولنیزو ادارو خپل اجازتلیکونه نه و تمدید کړي، ځکه یې دا اقدام کړی دی.
ښاغلي ریاضت زیاته کړه:
"۱۲۸۰ ادارې چې د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت وې، اکثر یې په ټولنیزو اتحادیو، سازمانونو، بنیادونو او شوراګانو کې شاملې وې."
د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چې د فعالیت د جواز له ختميدو څخه تر شپږو میاشتو پورې دغه وزارت ته مراجعه ونهکړي، د قانون له مخې یې د فعالیت اجازه لغو کېږي.