پامپئو: له افغانانو او ناټو سره یوځای دایمي سولې ته کار کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومې قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره یې خبرې کړي دي.

مایک پامپئو تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له جنرال مېلر سره یې په افغانستان کې د دوی د پوځي او ملکي متعهدو ټیمونو او هم د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ پر هڅو خبرې کړي دي.

ښاغلي پامپئو دغه راز لیکلي چې له افغانانو او د ناټو متحدینو سره یوځای د دایمي سولې لپاره کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خپله ټویټرپاڼه له جنرال سکاټ مېلر سره خپل عکسونه خپاره کړي، خو دا یې نه‌دي لیکلي چې دوی چېرې له یو بل سره ولیدل.

مایک پامپئو تېره ورځ په عربي متحده اماراتو کې وو.