د هرات چارواکي: پر ۶مې حوزې د برید په نتیجه کې ۳ پولیس وژل شوي

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین‌الله امرخېل

د هرات پر شپږمې امنیتي حوزې د وسله‌وال برید په نتیجه کې درې پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې درې تنه برید کوونکو تېر ماښام لومړی د دغې امنیتي حوزې د دروازې پر ساتونکو ډزې وکړې او وروسته ودانۍ ته ننوتل.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"د هرات ولایت پر شپږمه امنیتي حوزه برید د تروریستانو له‌خوا شوی چې یو موټر بم یې له ځانه سره راوړی وو. دوی لومړی د حوزې پر ساتونکو ډزې وکړې."

د ښاغلي امرخېل په خبره برید کوونکي د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شول.

تر اوسه د پېښې مسولیت چا نه‌دی اخېستی.