د امریکا په مشرۍ ائتلاف له سوریې د پوځیانو ایستل پیل کړي

ارشیف: په سوریه کې امریکایي ځواکونه

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ یوه ویاند وویل چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف له سوریې د خپلو پوځیانو د ایستلو پروسه پیل کړې ده.

شان راین پرون په یوې اعلامیې کې دا هم څرګنده کړه چې له سوریې څخه موږ په خپله خوښه وځو، خو نوموړي په دې برخه کې نور جزیات نه دي ورکړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف د سوریې په حسکه ولایت کې له یوې اډې د پوځیانو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.

اسوشېټېډ پرېس اژانس بیا د دفاعي چارو د مسؤلانو په وینا خبر ورکړی دی چې د امریکا پوځ له سوریې د خپلو تجهیزاتو ایستل شروع کړي دي او تر اوسه یې کوم سرتېری له دې هېواده نه دی بهر کړی.

چارواکو ویلي دي چې په راتلونکو اوونیو کې به امریکا له سوریې خپل دوه زره سرتېري وباسي.