د سالنګ لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه

ارشیف، د سالنګ لویه لار

د سالنګ لویه لاره یو ځل بیا د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د دارې رئیس عبدالبصیر حبیبي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دا لویه لاره چې په وروستیو کې د سخت توفان او واورو ورېدو له کبله تړل شوې وه، نن سهار د لارې له پاکولو وروسته بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

نوموړي ویلي، یوازې نن سهار په جنوبي سالنګ کې یو څه واورې راښويدلې دي چې تلفات نه لري.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې د رئیس په وینا، دا مهال په سالنګونو کې د واورې کچه یو متر ته رسېدلې، توفان کم شوی او هغه موټر چې ژمني وسایل ولري، کولای شي چې له دې لارې تېر شي.