د افغانستان ولسي جرګه وایي، د دغه هېواد د حکومت په غیاب کې له طالب وسله والو سره د امریکا په ګډون د سیمې د هېوادونو هر ډول لیدنې او خبرې باید بندې شي.
د افغانستان ولسي جرګه وایي، د بهرنیو چارو وزارت باید د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو هغو هېوادونو چې د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې پیل کړي، غواړي چې د افغان حکومت په نه حضور کې د دغه هېواد له وسله والو مخالیفینو سره خبرې نشي کولای.
د دغې جرګې غړو د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل، دا ډول خبرې هېڅ ګټه نه لري، بلکې د دوی په خبره، له طالبانو اتلان جوړوي او افغان حکومت کمزوری ښيي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د دغې جرګې د استازو له بحثونو وروسته وویل:
آرشیف، د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي
"واقعیت دا دی چې له مخالیفینو سره د ملي یووالي حکومت د استازي له حضور پرته د سیمه ییزو هېوادونو هر ډول لیده کاته قطعاً د سولې له پروسې سره مرسته نه کوي، بلکې دا به یو ډول طالبان اتلان او د ملي یووالي حکومت ضعيف ښيي او د افغانستان په چارو کې یو ډول مداخله هم ګڼل کېدای شي چې وي."
د ولسي جرګې غړو وویل، په ابوظبي ، قطر، مسکو او تهران کې لیدنو ونشوای کړای چې د سولې په اړه مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي.
دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفرونه سیمه ییزو هېوادونو ته زیات شوي دي.
د ښاغلي خلیلزاد د سفرونو تر څنګ، په دې وروستیو میاشتو کې د امریکايي چارواکو په ګډون طالب استازو د افغانستان د دولت د استازو له حظور پرته په ابوظبي، قطر، مسکو او تهران کې د همدغو هېوادونو له چارواکو سره ناستې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ویلي وو چې تر دې دمه د طالبانو په دریځ کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو د بیا بیا اړیکو با وجود بریالي نه شو.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو غړی صالح محمد سلجوقي عمومي غونډې ته وویل:
آرشیف، د ولسي جرګې یو غړی صالح محمد سلجوقي
"زموږ شک دا دی چې له طالبانو سره هغو هېوادونو چې خبرې یې کړي، د دې پر ځای چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره یې خبرې کړي وي، له هغوی سره د سولې د خبرو په پلمه علني اړیکې جوړوي او په یو ډول یې هغوی ته مشروعیت ورکړی وي، د افغانستان د حکومت د استازو له حضور پرته له طالبان سره د دغو هېوادونو د لیدنو دوام به دوی سره د افغان حکومت ډیپلوماتیکې اړیکې کمزورې کړي."
له دې سره د دغې جرګې یو بل غړی عارف رحماني وویل، که امریکا او یو شمېر نور هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، باید پر طالبانو فشار راوړي چې مجبوره شي او له حکومت سره سوله وکړي.
راپور: فېروزه عزیزي