سږ کال د کروندګرو او مالدارو مېرمنو د فعالیتو د پراختیا هڅې شوي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په روان لمریز کال کې یې د ټول هېواد په کچه د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې د افغان مېرمنو د فعالیتو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی د ټول هېواد په کچه افغان کروندګرو او مالدارو ښځو ته۲۲۰۰۰ باغچې، ۶۰۰ د شاتو د مچیو صندوقونه، ۱۰۰۰ د شیدو وزې او غواګانې او ۲۱۵۰۰ د چرګانو فارفونه جوړکړي دي.

د ښاغلي رستمي په خبره، اوس مهال د ټول افغانستان په کچه په همدې څلورو برخو کې شااوخوا ۵۰ زره ښځې له لازمو اسانتیاو برخمنې شوي دي.

دغه وزارت وایي، د ښځو کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو له امله به خوراکي خوندیتوب او کورنی اقتصاد پیاوړی شي.