د مقدونیا پارلمان په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره مثبته رأیه ورکړه

د مقدونیا پارلمان په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره مثبته رأیه ورکړه چې له مخې به یې د دغه هېواد نوم د شمالي مقدونیې په جمهوریت بدل شي.

د پارلمان په پرونۍ رأیګیرۍ کې له ۱۲۰ کسانو اتیاوو د دغه بدلون لپاره مثبته رأیه ورکړه.

ځیني مخالف استازي له جرګې ووتل، د مقدونیا په پارلمان کې دا رأیګیري د مقدونیا د صدراعظم او د مخالفینو د استازو تر درې ورځنیو خبرو وروسته وشوه.

د مقدونیا د نوم بدلون به مرسته وکړي چې له یونان سره د دغه هېواد د یوې لسیزې ستونزې هوارې شي او د اروپايي ټولنې او ناټو سازمان په غړیتوب اخیستلو کې به هم دغه هېواد ته زمینه برابره شي.