د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې طالبانو پر امنیتي پوستو برید کړی چې د ځايي چارواکو په وینا، د ولسي پاڅون کوونکو شپږ تنه سرتېري وژل شوي.
په سیمه کې د ولسي پاڅون یو قوماندان الله بیردي ازادي راډیو ته ویلي، پر پوستو یې برید تېره شپه اته بجې پیل شو او د سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود.
د نوموړي په وینا، د مرستندویو ځواکونو په رسېدو طالبان په شا تنبول شوي او اوس په سیمه کې وضعيت ارام دی.
د الله بیردي په وینا، په دې جګړه کې د ولسي پاڅون شپږ تنه وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.