چارواکي: په کونړ کې ۳۲داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي

چارواکي وايي، د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کوړنګل په دره کې د داعشیانو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۳۲داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي دي.

د کونړ د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر مسؤلینو د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"طالبانو او د داعشیانو ترمنځ پوره یوه اوونۍ جګړه شوې چې پکې ۳۲ داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي."

تر اوسه دواړو وسله والو ډلو د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.