له کابل ښار څخه لسګونه معتادین را ټول شول

آرشیف، یو شمېر معتادین د درملنې لپاره روغتون ته د بیولو په حال کې

له کابل ښار څخه لسګونه معتادین را ټول او د معتادینو د درملنې مرکزونو ته يووړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو غوښتنې کمولو ادارې یوه کار کوونکي احمد ظاهر سلطاني ازادي راډیو ته وویل، دا ځل مو د کابل د سرای شمالي په غونډۍ کې د معتادينو را ټولولو کمپاين وکړ چې په نتيجه کې يې (۱۵۰) بې سرپنا معتادین را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته د درملنې لپاره يووړل شول.

ښاغلی سلطاني دا مني چې د ځینو عواملو له امله ځیني معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

ده وویل:

"د معتادینو بېرته معتاد کېدل بېلابېل عوامل لري، لکه د کورنيو جګړو دوام، د نشه يي موادو له زیانونو څخه د خلکو بې خبري، بې سوادي، غير قانوني مهاجرتونه او نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی په نشو باندې د بيا اخته کېدو عمده لاملونه دي."

په تېرو دوو اوونیو کې دا درېيم ځل دی چې له نشه يي موادو سره د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونه له کابل ښار څخه معتادین د درملنې لپاره را ټولوي.