مسؤلین: د کندز په مرکز کې څه د پاسه ۱۰۰۰ ښځې په نشو اخته دي

آرشیف، د جوزجان په اقچه کې د یوشمېر معتادو مېرمنو انځور

د کندز په مرکز کې په نشو د اخته مېرمنو شمېر څه پاسه (۱۰۰۰) تنو ته رسېږي.

په کندز کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست وايي، چې یوازې د دې ولایت په مرکز کې څه باندې زر مېرمنې په مخدره موادو اخته دي چې دې مسئلې دوی ډېر اندېښمن کړي دي.

د دې ادارې رئیس عبدالبصیر مرشد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"معتادین له خلکو څخه پټ په خپلو کورونو کې نشې کوي، له بده مرغه کوم کسان چې له ایران او نورو بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راغلي دي، د شرم له امله ډېری وخت په کورونو کې دننه وي او نشې کوي چې له دې امله یې د کورنیو غړي هم په نشو اخته کېږي."

په ورته وخت کې د کندز د ښځو چارو د ریاست سرپرسته ناهید اصفي هم په دې ولایت کې د معتادو مېرمنو موجودیت مني او وايي چې په ځینو کورنیو کې په نشو د اخته میندو له امله یې ماشومان هم معتادېږي.

دا وایي:

"دولت باید د معتادو مېرمنو لپاره یو ځانګړی روغتون جوړ کړي، څو یې هلته درملنه وشي او له درملنې وروسته هغوی ته د کار زمینه برابره شي، که ښځو او نارینه وو ته له درملنې وروسته کاري فرصتونه پیدا نشي، نو ښايي بېرته په نشو اخته شي."

دغه راز په کندز کې د معتادینو د درملنۍ د (۸۰) بستریز روغتون مشر ډاکتر عبدالقدوس میاخېل هم په دې ولایت کې په نشو د اخته مېرمنو موجودیت مني، خو وايي چې دوی داسې مېرمنو ته ځانګړی روغتون نه لري.

نوموړي وویل:

"موږ د کندز له نشه يي موادو سره د مبارزې او عامې روغتیا ریاستونو او د ولایت له مقام څخه د معتادو مېرمنو لپاره د (۵۰) بستریز روغتون امر اخیستې دی، خو تر اوسه لا نه دی جوړ شوی چې دې کار یوه ستونزه را پیدا کړې ده."

آرشیف، په شبرغان کې یوه معتاده مېرمن

​په کندز کې د دومره لوړ شمېر مېرمنو معتادېدل، ګڼ شمېر خلک او د مدنې ټولنو فعالان اندېښمن کړي دي، په دې ولایت کې د مدنې ټولنو د شبکې مشر عنایت خلیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هغه کسان چې په مخدرو موادو معتاد دي، باید جدې مراقبت او درملنه یې وشي، دوی ته باید د بیارغاونې پروګرامونه په پام کې ونیول شي، تر دې دمه په دې برخه ترسره شوي کارونه کافي نه دي."

دا چې مېرمنې ولې په نشو اخته کېږي؟ یوې معتادې مېرمنې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"د فقر او خوارۍ له امله په نشو اخته شوم، له دولت څخه غواړم چې له ماسره د درملنې او له دې ناروغۍ څخه د ژغورنې په برخه کې مرسته وکړي."

د روغتیايي چارو پوهان وايي چې په هېواد کې د جګړو او نا امنیو دوام، کورنۍ، اجتماعي او اقتصادي ستونزې او دغه راز له بهرنیو هېوادونو څخه د معتادو کسانو را ستنېدل هغه عوامل دي چې ګڼ شمېر افغانان یې په نشو اخته کړي دي.

راپور: اجمل ارین

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز راپور