د مقدونیا د نوم پر سر د دغه هېواد د پارلمان بحث تر نن جمعې ځنډېدلی

د مقدونیا د نوم د بدلون پر سر د دغه هېواد د پارلمان بحث تر نن جمعې پورې ځنډېدلی.

د دغه هېواد صدراعظم زوران زایف پرون ظاهراً بریالی نه شو چې د نوم د بدلون لپاره د پارلمان اکثریت ترلاسه کړي.

د مقدونیا پارلمان له ګاونډي یونان سره د څو لسیزو لانجې د پای ته رسولو او په ناټو او اروپايي اتحادیې کې د غړیتوب د ترلاسه کولو په هدف پرون پنجشنبه پر شمالي مقدونیا د خپل هېواد د نوم د بدلېدو لپاره بحث پیل کړ.

د مقدونیا له اساسي قانون سره سم، پر شمالي مقدونیا د دې هېواد د نوم د بدلېدو لپاره د پارلمان په درېیو کې د دوو برخو ملاتړ پکار دی.