- ډیلې میل
ډیلې میل ورځپاڼي چین ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پر سفر تبصره کړې ده.
د ورځپاڼي په لیکنه دغه سفر له طالبانو سره د اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د چین د همکارۍ جلبولو لپاره د افغانستان د هڅو یوه برخه ده.
ډیلي میل لیکلي، محب د چین د بهرنیو چارو زیر وانګ یې سره د لیدو پر مهال وویل چې افغانستان په سیمه کې د دایمې ثبات په لټه کې دی.
لیکوال زیاتوي، افغانستان او چین د خپل منځیو پولو د امنیت ټینګولو په برخه کې له یو بل سره همکاري کړې ده.
ورځپاڼه لیکلي، چین د پاکستان نژدې متحد دی او پاکستان د افغانستان او امریکا له لوري طالبانو او نورو وسلوالو ډلو ته د پناه ځایونو په برابرولو تورن دی .
- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز بیا د افغانستان پر هوایې ځواکونو د امریکا د اته میلیارده ډالرو پر مصرف تبصره لیکلې ده.
ورځپاڼه لیکي، یولس کاله وروسته له هغه چې امریکا د افغانستان لپاره د یوه هوایې ځواک د جوړولو کار پیل کړ، تر اوسه یې په دې کار نژدې اته میلیارده ډالره لګولي دي. لیکوال زیاتوي، دا کار بې نتیجې ادامه لري.
د ورځپاڼي په لیکنه، یو شمیر متخصصین وایې چې افغانان به د الوتکو د خوندیتوب او نور ملاتړ لپاره د کلونو لپاره پرامریکا متکي وي.
نیویارک ټایمز لیکلي، دا ډول اتکا به د طالبانو پروړاندي جګړې څخه د امریکا د ایستلو په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅي پیچلي کړي.
ورځپاڼه زیاتوي د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ادارې د کار له پیله د افغانستان د هوایې ځواکونو روزنه ، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.