د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران او افغانستان د دولتونو ترمنځ د بینالدولي تعامل له چوکاټه بهر، له طالبانو سره د ایران روابط د دواړو هېوادونو اړیکې خرابولای شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان نن دا خبره پر ټویټر د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف د پرونۍ وینا په ځواب کې کړې ده.
ظریف د جنورۍ په نهمه په نوې ډېلي کې د هند له ټلوېزیون «NDTV» سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو سره استخباراتي تماسونه لري ځکه مجبور دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د خپل ګډ سرحد امنیت وساتي.