چارواکي وايي چې په تخار او بغلان کې د وسلهوالو طالبانو په حملو کې ۱۵ پولیس وژل شوي او ۱۹ زخمیان شوي دي.
- تخار
په تخار کې د ولایتي شورا غړي، مولوي کرامتالله د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو بېګا په خواجه غار ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته حمله وکړه چې اته پولیس پهکې ووژل او ۱۴ تنه زخمیان شول.
د تخار د والي ویاند، محمد جواد هجري ازادي راډیو ته ویلي چې دا حمله د خواجه غار ولسوالۍ مرکز ته نږدې شوې وه.
- بغلان
په بغلان کې هم د ولایتي شورا غړي، ظریف ظریف هم د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسلهوالو طالبان د پلخمري په لمنو کې پر پولیسو حمله کړې چې ۷ پولیس پهکې وژل شوي دي.
د بغلان د ولایتي شورا بل غړي سمیعالدین ناظر هم دا خبر تأیید کړی دی.
- کندز
د کندز په قلعهزال او د بادغیس په اب کمري ولسوالیو کې هم د ملي اردو پر پوستو د حملو خبرونه خپاره شوي دي.
- بادغیس
په بادغیس کې د والي ویاند، جمشېد شهابي ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د اب کمري ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړه، خو ناکام شول.