د هلمند د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، سږ کال پهدغه ولایت کې د جوارو او غنمو د حاصلاتو له درکه بزګرانو ښه عاید ترلاسه کړی.
د دغې خونې رئیس نظر محمد ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په ناوې، مارجې نادعلي او مرکز کې په زیاته پیمانه جوار او غنم کرل شوي وو.
ښاغلی نظر محمد زیاتوي چې د هلمند جوار او غنم له ګاونډیو ولایتونو پرته سوداګرو یو شمېر نورو لیرو لایتونه ته هم وړي دي.
که څه هم چارواکي پهدې اړه دقیق ارقام نهورکوي، خو زیاتوي، ورښتونو ته په کتو به راتلونکی کال نور هم حاصلات زیات شي.