کابل ښاروالۍ: په عوایدو کې ۱۸ فیصده زیاتوالی راغلی

د کابل ښاروالۍ نېښان

کابل ښاروالۍ وايي چې د تېر مالي کال په پرتله‌یې په عوایدو کې ۱۸ فیصده زیاتوالی راغلی.

د کابل ښاروالۍ رئیس سید عمر دانش رسنیو ته ویلي چې تېر کال دغې ادارې په ۱۳۹۶ مالي کال کې درې میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عاید درلود، خو سږ کال دغه اندازه تر څلور میلیارده افغانیو زیاته شوې ده.

د ده په خبره، د دې ادارې د عایداتو عُمده برخه د ښاري خدمتونو له محصول «صفايي» څخه لاسته راځي.

دانش وویل، ښاروالۍ خپل عایدات د ښار په زېربنايي برخو، د لارو په جوړېدو او بیارغونه، پاکۍ او ښاري خدمتونو کې د پلان له مخې مصرفوي.