له جرمني ایستل شوی افغان پناه غوښتونکی بېرته جرمني ته واستول شو

د افغانستان او جرمني بیرغونه

له جرمني ایستل شوی یو افغان پناه غوښتونکی افغان چارواکو بېرته جرمني ته واستاوه.

د جرمني «dpa» خبري اژانس د راپور له مخې د مهاجرت د چارو یوه چارواکي د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط نن وویل چې دغه افغان پناه غوښتونکی چې رواني ناروغ وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هغې موافقې له مخې چې د زیانمنونکو افرادو لېږل بېرته افغانستان ته منع کوي، د سې شنبې په ورځ بېرته جرمني ته واستول شو.

دغه چارواکي ویلي چې دی له دې خبر نه‌وو چې دغه کس چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی، ولې جرمني له خپلې خاورې ایستلی و.

هغه د ۳۶ افغان پناه غوښتونکو په ډله کې و چې په جرمني کې یې غوښتنلیکونه رد شوي او د جرمني د مونشن له هوایي ډګره په الوتکه کې د سې شنبې د ورځې سهار وختي کابل ته واستول شول.

دا د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې د افغانانو ۲۰مه ډله ده چې جرمني یې بېرته افغانستان ته استوي.

تر اوسه ټول‌ټال ۴۷۵ کسان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.