د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل په ټیلیفوني خبرو کې په سوریه کې د سولې لپاره د هڅو د همغږي کولو په اړه موافقه وکړه.
کرملېن وویل، دواړو مشرانو څرګنده کړه چې په اوږدمهال کې د سوریې د بحران د هواري لپاره دې له ملګرو ملتونو سره په نږدې همغږۍ سیاسي پروسې ته پراختیا ورکړل شي.
مېرکل او پوتین دغهراز د سوریې د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې کمېټې پر جوړولو هم بحث وکړ.
دواړه مشران د سوریې په اړه وروسته له هغې خبرې کوي چې له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو پلان یو ابهام رامنځته کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ډسمبر په ۱۹مه اعلان وکړ چې داعش په سوریه کې ځپل شوی او ټول امریکایي سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستوني، خو د هغه د ملي امنیت سلاکار جان بولتون د جنورۍ په ۶مه وویل چې له سوریې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه پهدې پورې تړلې چې ترکیه د دې ډاډ ورکړي چې په سوریه کې به پر هغو کُرد ملېشو چې امریکا یې ملاتړ وکړ، بریدونه نهکوي.