د شمالي کوریا مشر: د امریکا له ولسمشر سره دوهمې کتنې ته ژمن یم

ارشیف، د شمالي کوریا مشر کېم جونګ او ولسمشر ټرمپ په سنګاپور کې د خپلې لومړۍ لیدنې پر مهال

د شمالي کوریا مشر د چین ولسمشر ته ویلي چې دی د امریکا له ولسمشر سره دوهمې کتنې ته ژمن دی او غواړي د کوریا له ټاپو وزمې د اټمي وسلو د لیرې کولو پر سر د دوی ترمنځ د کړکېچ د هواري نتیجه ترلاسه کړي.

د کېم جونګ اون دغه څرګندونې د چین او شمالي کوریا دولتي رسنیو نن وروسته له هغې خپرې کړې چې کېم له پیکېنګ څخه دوه ورځنۍ کتنه پای ته ورسوله او بېرته په ځانګړي زغروال رېل ګاډي کې پیونګ یانګ ته روان شو.

دا په تېرو ۱۰ میاشتو کې چین ته د هغه څلورم سفر دی.

پیکېنګ په نړۍ کې د پیونګ یانګ د رژیم د څو محدودو متحدینو یو دی.

کېم د لومړي ځل لپاره له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د تېر کال په جون کې په سنګاپور کې کتلي و او د دوی ترمنځ د دوهمې کتنې نېټه او ځای نه‎دی ټاکل شوی.

د چین د دولتي رسنۍ د خبر له مخې شي کېم ته ویلي چې پیکېنګ له ټرمپ سره د شمالي کوریا د مشر د بلې کتنې ملاتړ کوي.