ولسمشر غني: د خبریالانو په کارونو کې به د مداخلو مخه ونیسو

د افغانستان ولسمشر له خبریالانو سره

د افغانستان ولسمشر له خبریالانو سره ژمنه وکړه چې د دوی په کارونو کې به د مداخلو مخه ونیسي.

اشرف غني تېر ماښام په کابل کې د ۳۴ ولایتونو له یو شمېر ازادو خبریالانو سره د کتو پر مهال وویل:

"موږ نه‌غوښتل چې ستاسو په کارونو کې مداخله وکړو، مګر د نورو د مداخلې مخنیوی زما دنده ده چې له تاسو سره غرض ونه‌کړي."

ولسمشر له خبریالانو وغوښتل چې د خپلو امنیتي مسایلو په اړه خپل وړاندیزونه د ملي امنیت له سلاکار سره شریک کړي.

په‌دې غونډه کې د حکومت ویاندویانو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دفتر یا نی د تېر میلادي کال په راپور کې څرګنده کړې ده چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۵۵ په سلو کې پیښې د حکومتي چارواکو له لوري شوې دي.