د ملي امنیت ځانګړو قطعاتو په کندهار ولایت کې د ۱۱ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.
د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، ویلي چې دغه کسان په ترورېستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور د کندهار د شاه ولیکوټ، ژړۍ او میوند ولسوالیو له مربوطاتو نیول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.