خبریالان او عیني شاهدان وایي، یو رېل ګاډی چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون پهکې و، نن د پیکېنګ له مرکزي سټېشن څخه حرکت وکړ.
کېم جونګ اون داسې مهال د چین د ولسمشر شي جین پېنګ په بلنه هغه هېواد ته تللی و چې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ د دوهمې لیدنې په اړه بحثونه دوام لري.
د چین او شمالي کوریا رسنیو د کېم د دغه سفر د جزئیاتو په اړه څه نهدي ویلي.
د شمالي کوریا مشر د نوي کال په مناسبت وینا کې خبرداری ورکړی و چې که واشنګټن پر پیونګ یانګ پر خپلو بندیزونو ټینګار وکړي، شمالي کوریا به د خپل اټمي پروګرام د درېدو په اړه پر ژمنو له سره غور وکړي.
چین د شمالي کوریا عمده متحد دی او دا چین ته د کېم څلورم سفر دی.