ټرمپ: د امريکا او مکسيکو پر پوله بشري بحران روان دى

ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ادعا کړې چې د امريکا او مکسيکو پر پوله بشري بحران روان دى.

ډونالد ټرمپ بېګا د کانګرس ډموکراتانو ته وویل، له مکسیکو سره که دېوال جوړ شي، په امریکا کې به د یوه امنیتي او بشري بحران مخنیوی وشي.

ټرمپ په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې پر دې پوله د غیر قانوني مهاجرینو تګ راتګ په امریکا کې د مخدره موادو د استعمال او جنايي جرمونو د زیاتېدو اساسي عامل دی.

ډونالد ټرمپ وایي:

"زما امریکایانو هېوادوالو! نن شپه زه د دې لپاره خبرې درسره کوم چې زموږ پر جنوبي پوله یو بشري او امنیتي بحران روان دی، هره ورځ د ګمرکونو او سرحدونو د څارنې پولیس له زرګونه غیر قانوني مهاجرینو سره چې زموږ د هېواد پر پوله د راتېرېدو هڅې کوي، مخامخ کېږي، موږ د هغوی لپاره ځای یا د هغوی د بېرته ستنولو لار نه‌لرو، امریکا د دې ویاړ لري چې هر کال ميلیونونه مهاجرینو ته چې په قانوني لارو دې هېواد ته راځي، ځای ورکوي، خو ټول امریکایان له داسې غیر قانوني مهاجرته چې له کنټروله وتلی، متأثر دي."

ډونالد ټرمپ له کانګرسه ۵، ۷ ملیارده ډالر غوښتي دي چې له مکسیکو سره پر پوله دېوال ورباندې جوړ کړي.

هغه وویل:

"د ‌څومره نورو امریکایانو وینه باید وبهېږي چې کانګرس دا کار وکړي؟"

ټرمپ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په وخت کې ویلي وو چې له مکسیکو سره به دېوال جوړوي او پیسې به‌یې مکسیکو ورکوي.

خو مکسیکو له دې کاره انکار کړی دی.

ډونالد ټرمپ به د دېوال پر طرحه د غور لپاره د پنجشنبې په ورځ له مکسیکو سره سرحدي سیمې ته ولاړ شي.

د امریکا او مکسیکو ملي بیرغونه

د کانګرس ډموکراتانو ویلي چې ټرمپ د خپلې سیاسي ګټې لپاره د خلکو د وېرولو هڅه کوي.

د ډونالد ټرمپ او د کانګرس د ډموکراتانو ترمنځ د مخالفت له امله د فدرالي حکومت ډېرې برخې له ۱۸ ورځو راهیسې تړل شوې دي.

د امریکا د فدرالي حکومت د یو شمېر مهمو وزارتونو لکه د خزانې وزارت، د عدلیې وزارت او د امریکا د کورني امنیت ادارې زرګونه مأمورین په کور ناست دي.

په کانګرس کې ډموکراتانو له ټرمپه غوښتنه کړې چې د فدرال حکومت تړل شوې برخې بېرته پرانيزي او د زرګونه مأمورینو معاشونه دې اجرا کړي.

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي پرون وویل چې له ټرمپ سره به د دېوال پر پلان بحثونه جاري وي.

نانسي پلوسي ډموکراته ده.

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس مشره نانسي پلوسي

هغې د ټرمپ د پرونۍ وینا په ځواب کې وویل:

"حقیقت دا دی چې زموږ پر سرحد پراته کوچنیان او ښځې امنیتي ګواښ نه‌دی، هغوی یو بشري مشکل دی چې د ټرمپ ظالمانه او کمزورې پالېسۍ یې بحران لا ژور کړی دی، حقیقت دا دی چې ټرمپ باید له دې چې د امریکا خلک‌یې برمته کړي، لاس واخلي، د یوه کړکېچ له پیدا کولو باید لاس واخلي او فدرالي ادارې پرانیزي."

د امریکا د کانګرس په سنا کې د اقلیت ډموکراتانو مشر چک شومر وویل چې ډونالد ټرمپ په امریکا کې بحران رامخکې کړی، څو په خپله اداره کې له روان کړکېچن حالته د خلکو پام بل لوري ته واړوي.

د امریکا د کانګرس په سنا کې د اقلیت ډموکراتانو مشر چک شومر

چک شومر وایي:

"په دې کې تاسو اشتباه مه‌کوئ، ډموکراتان او ولسمشر دواړه پر سرحد د امنیت ښه کېدل غواړي، خو موږ په دې چې څرنګه دا امنیت ښه کېدلای شي، له ولسمشر سره مخالفت لرو."

شومر وویل چې د امریکا د ډېرو ولسمشرانو خلاف ډونالد ټرمپ د سپینې ماڼۍ له باغچې د وینا څخه د یوه بحران د جوړولو، د وېرې د خورولو او په خپله اداره کې له روان کړکېچه د خلکو د پام اړولو لپاره کار اخیستی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر خبرداری ورکړی چې د مکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره به له هغو صلاحیتونو کار واخلي چې ولسمشر یې په بېړنیو حالاتو کې لري.

هغه د جنورۍ په څلورمه وویل:

"موږ کولای شو چې په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړو."

د امریکا او مکسیکو ترمنځ دېوال

د امریکا ان بي سي ټلوېزیون د جنورۍ په څلورمه وویل چې د ډونالد ټرمپ اداره په دې برخه کې جدي معلومېږي.

ځکه د سپینې ماڼۍ، د کورني امنیت د ادارې او دفاع وزارت وکیلانو د دې مسئلې د حقوقي اړخ د څېړلو لپاره سره کتلي دي.

په امریکا کې اوس پر دې بحث کېږي چې ایا ولسمشر بېړنی حالت اعلانولای شي؟

په امریکا کې وروستی وار په ۱۹۵۲ میلادی کې چې له کوریا سره په جنګ کې وه، د هغه مهال جمهور رئیس هري ټرومن بېړنی حالت اعلان کړی و.

خو کانګرس په ۱۹۷۶ میلادي کال کې د بېړنیو حالاتو قانون تصویب کړ او په دې برخه کې د ولسمشر صلاحیتونه‌یې محدود کړل.

دې قانون د کانګرس غړو ته صلاحیت ورکړ چې حتی د بېړني وضعیت د اعلان لپاره د ولسمشر فرمان رد کړي.

که چېرې ټرمپ په جنوبي سرحد کې بېړنی وضعیت اعلان کړي، کانګرس ۱۵ ورځې وخت لري چې رأی ګیري ورباندې وکړي.

ټرمپ باید په هغه وخت کې د کانګرس غړو ته قناعت ورکړي چې د بېړني وضعیت اعلان اړتیا وه.

خو په استازو مجلس کې اکثریت د ډموکراتانو دی او د ټرمپ د داسې پلان ردېدل ممکن دي.