ډونالد ټرمپ: د امريکا او مکسيکو پر پوله «بشري بحران» روان دى

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ادعا وکړه چې د امريکا او مکسيکو پر پوله «بشري بحران» روان دى.

ملت ته د ډونالد ټرمپ د ټلوېزيوني وينا هدف پر دغه پوله د دېوال جوړولو د هڅو ګړندي کېدل او د حکومت د ځينو برخو د ١٨ ورځنۍ پرچاوۍ پاى ته رسېدل وو.

په کانګرس کې ډموکراتانو پر ولسمشر ټرمپ انتقاد کړى او غوښتنه‌يې ورڅخه کړې چې د فدرال حکومت تړل شوې برخې دې بېرته پرانيزي.

د حکومت د ځينو برخو تړل کېدل د دې سبب شول چې په سلګونه زره کسان بې‌معاشه کار وکړي.

د ولسمشر ټرمپ نننۍ وينا ښيي چې د امريکا په سياستونو کې څومره کړکېچ شته، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د نومبر مياشتې په انتخاباتو کې ډموکراتانو د کانګرس د استازو په جرګه کې اکثريت وګټل.

ولسمشر ټرمپ له کانګرسه د امريکا او مکسيکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره د نږدې ٦ میليارده ډالرو غوښتنه کړې، خو ډموکراتانو يې مخالفت کړى دى.

دغه مخالفت د دې سبب شو چې له ۱۸ ورځو راهيسې د فدرال حکومت ځينې برخې وتړل شي.