رضايان: تحقيق کوونکو اړ کړم څو اعتراف وکړم چې ګواکې جاسوس یم

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال جېسن رضايان

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې يو خبريال چې ١٨ مياشتې په ايران کې بندي و، د امريکا يوې محکمې ته وويل، د ده د نيول کېدو هدف پر اټمي موضوع د مذاکرو لپاره پر واشنګټن يو ډول فشار راوستل وو.

جېسن رضايان پرون د تهران پر ضد د څو میليونه ډالرو دعوا پر مهال شاهدي ورکړه.

رضايان وويل، له ده تحقيق کوونکو مجبوره کړ چې اعتراف وکړي، ګواکې جاسوس دى.

ده زياته کړه، دغو ايراني تحقيق کوونکو ورته ويلي که امريکا هغه څه چې غواړو راکړي، دى به خوشې شي.

جېسن رضايان چې پلار يې ايرانى او مور يې امريکايۍ ده، د دواړو هېوادونو تابعيت لري.

دى په تهران کې د نيول کېدو پر مهال د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دفتر مسؤل و.

رضايان د ٢٠١٤ میلادي کال د جولاى په ٢٢مه ونيول شو چې ١٨ مياشتې يې په زندان کې تېرې کړې.

دى د ٢٠١٦ میلادي کال د جنورۍ په ١٦مه خوشې شو.