راپورونه وايي، د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نن سهار جګړه شوې ده.
د دې ولسوالۍ په تېمورک سيمه کې د محلي پوليسو يوه قوماندان محمد امان ازادي راډيو ته وويل، د وسلهوالو په حمله کې ٣ محلي پوليس او د پوليسو د ځانګړو قطعو ٣ غړي وژل شوي دي.
محمد امان وايي، وسلهوالو طالبانو ٧ تنه پوليس افسران له ځان سره بیولي دي.
خو د بلخ د امنيه قوماندانۍ مسؤلانو د دې پېښې په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.
د بلخ د ولايتي شورا مشر محمد افضل حديد وايي، په چهاربولک کې د شوې جګړې په نتيجه کې هم وسلهوالو طالبانو او هم افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د پېښې په اړه تبصره نهده کړې.