دفاع وزارت: د دولت ٣١ مخالف وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٣١ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.

دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي دي.

په دغو ٩١ ځانګړو کمانډويي، ١٤ تعرضي او ١٠ هوايي حملو کې د ١٩ نورو وسله‌والو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

دفاع وزارت وايي، دغه پوځي عمليات په زابل، ارزګان، دايکنډي، ننګرهار، کاپيسا، کونړ، بادغيس، هرات، فراه، هلمند، پکتيکا، ميدان وردګ، غزني او فارياب ولايتونو کې شوي دي.

د وزارت په حواله په وژل شويو کې د وسله‌والو ځيني مهم قوماندانان هم شامل دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.