د هلمند تاریخي ابدات د غصب له امله د له‌منځه تلو په حال کې دي

د هلمند ولایت تاریخي ابدات د نه‌پاملرنې او غصب له امله د له‌منځه تلو په حال کې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دوی يې د غاصبینو او زورواکو مخه نه‌شي نیولی.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې لښکرګاه ته نږدې یو شمېر تاریخي کلاو ته تللی دی وايي، ځینې کلاوې زرګونه کلونه تاریخ لري، خو غاصبین‌يې د ځان ملکیت بولي او په ګڼو نورو سیمو کې په خپل سر غیر قانوني کېندني کېږي.

نور تفصیل‌یې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور