که څه هم د هلمند ولایت ۹۰ سلنه ښوونځي او زدهکوونکي په هغه سیمو کې دي چې د وسلهوالو طالبانو په ولکه کې دي، خو دولتي مسؤلین د دې ولایت د پوهنې په وړاندې اساسي ستونزه ناامني بولي چې طالبانو رامنځته کړې ده.
کتونکي د ناامنیو په څنګ کې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې هغه لاسوهنې چې د وکیلانو او متنفذینو لهخوا د مقرریو او امتیازاتو لپاره کېږي مضرې او تر ټولو ډېر یې د معارف په زیان بولي.
د دې راپور اساسي پوښتنه پر باغران ولسوالۍ راګرځي چې څو ورځې وړاندې پهکې وروسته له ۲۰ کلونو لومړی ښوونځی پرانیستل شو.
پهدې اړه نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5