مایک پامپیو: پر ایران به سیاسي او اقتصادي فشارونه دوه چنده زیات شي

آرشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې نیت لري چې پر ایران سیاسي او اقتصادي فشارونه دوه چنده زیات کړي.

د امریکا متحده ایالاتونه به نه‌یوازې سیاسي، بلکې پر ایران اقتصادي فشارونه هم زیات کړي.

دا هغه پیغام و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو منځني ختیځ ته د خپل سفر په پیل کې څرګند کړ.

مایک پامپیو چې د اردن د بهرنیو چارو له وزیر ایمن الصفدي سره‌یې په عمان کې په شریکه خبري غونډه کې خبرې کولې، همدارنګه وویل، له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه هېڅکله په سیمه کې د شتو خبرداریو د له پامه غورځولو په معنی نه‌ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې شتو ګواښونو ته په اشارې وویل:

"سیمې ته تر ټولو مهم ګواښ د داعش د ډلې، اسلامي انقلاب او د انقلابي هڅو دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل، په نږدې ورځو کې به ټول پر ایران د هغو فشارونو د عملي کېدو شاهدان واوسي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د مې میاشت کې یې په اړه پرېکړه شوې وه.

نوموړي یو وار بیا تهران ته پیغام ورکړ او ویې‌ویل، د امریکا متحده ایالاتو تل غوښتي چې ایران د یو نورمال هېواد په توګه چلند وکړي.

تر اوسه ایراني چارواکو د پامپیو د دې څرګندونو په اړه عکس‌العمل نه‌دی ښودلی.

د امریکا متحده ایالات د تېر کال د مې په میاشت کې د ایران او د نړۍ د ۶ پیاوړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له لاسلیک شوې اټمي موافقې ووت او پر دې هېواد یې بېرته د بندیزونو د لګولو پرېکړه وکړه.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران د نویو فشارونو د زیاتېدو جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل دا فشارونه به دوه برابره شي.

تمه کېږي چې پامپیو به منځني ختیځ ته د خپل دې دوهم سفر په ترڅ کې په همدې اوونۍ کې مصر، سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان او کوېټ ته ورشي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې پر بنسټ ټاکل شوې چې نوموړی به د منځني ختیځ د هېوادونو له چارواکو سره پر ایران سربېره، د یمن پر جګړې او د سوریې پر کړکېچ هم خبرې وکړي.