ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې شورا د دارالانشاء رئیس به نن د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وګوري.
اسلاماباد ته د افغان پلاوي سفر څلور ورځنی دی.
د افغانستان د سولې شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې د اجماع لپاره په سیمهییزو چارو کې د ولسمشر غني استازی محمد عمر داوودزی به نن د دې سفر په دوهمه ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د دې هېواد له نورو پوځي چارواکو سره وګوري.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، افغان پلاوی به د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۹» د پاکستان د یو شمېر سیاسي مشرانو سره هم خبرې اترې وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"انشاءالله چې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره به غونډه ولري او د پاکستان له یو شمېر مطرحو مذهبي او سیاسي مشرانو سره چې د دې هېواد په کورني او بهرني سیاست کې مهم رول لري هم لیدنې ترتیب شوې دي."
د سولې عالي شورا ویاند دا هم وویل چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» د سولې د شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داوودزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنه کې له نوموړي ډاډ تر لاسه کړ چې د پخوا په مقایسه به د پاکستان اوسنی حکومت په افغانسان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې په پروسه کې عملي ګامونه واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې د شاه محمود قریشي له قوله ویلي:
"په افغانستان کې ثبات ته د رسېدو یوازنۍ لاره سوله ده."
په اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د ټولې سیمې ثبات بلل شوی دی.
افغانستان تر دې مخکې تل د پاکستاني چارواکو له دا ډول ژمنو سره په بېباورۍ چلند کړی دی.
- خو ایا اوس رښتیا هم دا بېباوري کمه شوې ده؟
- په اوسني وضعیت کې به د پاکستان د همکارۍ هدف څه وي؟
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري یې ځواب وايي:
"یوه مهمه همکاري چې د پاکستان اسلامي جمهوریتیې د افغانستان د سولې له پروسې سره کولای شي دا ده چې د وسلهوالو افغان طالبانو مشرتابه له افغان حکومت سره تر بل هر څه مخکې مخامخ خبرو ته وهڅوي."
د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د وسلهوالو طالبانو د چمتو کولو لپاره د امریکا په شمول بېلابېل لوري له څو میاشتو راهیسې هڅې کوي، خو تر اوسهیې کومه نتیجه نهده ورکړې.
د طالبانو سرچینو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» ځینو رسنیو ته وویل، په قطر کې یې له امریکا سره هغه خبرې چې د دوی په وینا ټاکل شوې وه نن «چهارشنبې» ترسره شي د اجنډا پر سر د اختلاف له کبله لغوه کړي.
د روېټرز خبري اژانس د طالبانو د یوې سرچینې په حواله وايي، امریکايي لوري پر دوو مسئلو ټینګار کاوه.
- لومړی دا چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د قطر په مذاکراتو کې دې افغان حکومت هم برخه واخلي.
- دوهم دا چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې دې احتمالي اوربند اعلان شي چې په وینا یې دا شرایط د طالبانو لهخوا نهدي منل شوي.
خو په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپل ټویټر دا رد کړې چې ګوندې نن د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات ترسره کېدل.
نوموړي ویلي طالبانو ته پهکار ده چې هماغومره چې رسنیو سره خبرې کوي خپلو افغان هېوادوالو سره هم خبرې وکړي.
Reports of US-Taliban talks Wednesday inaccurate. Taliban should talk to fellow Afghans as much as they talk to media.
— John R. Bass (@USAmbKabul) January 8, 2019
طالبانو تر دې مخکې د ریاض په غونډه کې هم ګډون رد کړی و، ځکه چې سعودي عربستان ټینګار کاوه چې پهدې غونډه کې دې د افغانستان د حکومت استازي هم ګډون وکړي.
له دې سره په یو وخت د رانډ «RAND» په نوم یوې څېړونکې مؤسسې د افغانستان د سولې یوه طرحه وړانډیز کړې.
د دې طرحې پر بنسټ امریکا او ناټو به ۱۸ میاشتو کې مرحله په مرحله خپل سرتېري له افغانستانه وباسي.
د دې طرحې ځینې برخې چې رسنیو ته په لاس ورغلي همدارنګه وړاندیز کوي چې د امریکا متحده ایالات دې د افغانستان له حکومت سره غیر نظامي مرستو ته دوام ورکړي او د مرسته کوونکو هېوادونو مرستې دې هم ورته راجلب کړي.
خو په کابل کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر ویلي، د رانډ مؤسسه د امریکا د پالېسۍ استازیتوب نهکوي او متحده ایالات پهدې اړه په وضاحت وايي چې د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې مهمه اړتیا ده.
د امریکا سفارت پر خپل ټویټر زیاته کړې چې د افغانستان د راتلونکي حکومت او داخلي مسئلو په اړه پوښتنې په افغانانو پورې مربوط څه دي چې دوی بهیې په اړه پرېکړه کوي.