د کډوالۍ سازمان: پروسږکال له ایرانه د افغان کډوالو ستنېدل بې‌ساري وو 

هېواد ته ستنېدونکي افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل بې‌سابقې وو.

د دې ادارې په وینا په تېر یوه کال کې نږدې ۸۰۰ زره افغانانو ایران په خپله خوښه پرېښې او یا ترې په اجباري توګه ایستل شوي دي.

د کډوالۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د پروګرام مسؤل لورانس هارټ وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغانستان ته ستنو شویو کډوالو شمېر د ۲۰۱۷ میلادي کال په مقایسه په سلو کې ۶۶ زیات دی.

لورانس هارټ زیاته کړه:

"په‎داسې حال کې چې افغانانو په ګاونډیو هېوادونو کې کاري تشې ډکولې، د ایران په شمول ځینو دې هېوادونو اقتصادي وضعیت داسې شو چې نور په‎کې کار کولو د ډېرو افغانانو لپاره ګټه نه‌درلوده."

د دې ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران څخه خپل هېواد ته د ستنو شویو افغانانو شمېر ۷۷۳ زره او ۱۲۵ تنو ته رسېږي.

له پاکستان څخه بیا په همدې موده کې یوازې ۳۳ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.