زلمي خلیل‌زاد هند، چین، افغانستان او پاکستان ته سفرونه پیل کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمى خليل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي سیمې ته بل سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، زلمی خلیل‌زاد به د جنورۍ له اتمې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې هند، چین، افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړي.

د ښاغلي خلیل‌زاد د دې سفرونو په اړه جزئیات نه‎دي ورکړل شوي، خو تر دې مخکې زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن د استازي په توګه درې ځلې له طالب استازو سره خبرې کړي.

نوموړي همدارنګه سیمې ته په خپلو پرله‎پسې سفرونو کې د افغانستان، پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو له مشرانو سره هم غونډې او لیده کاته کړي دي.

زلمی خلیل‌زاد هڅه کوي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر راتلونکو انتخاباتو مخکې د دې هېواد د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره وسله‎وال طالبان او افغان حکومت خپلو کې د سولې یو توافق ته ورسېږي.