اردوغان: بولتون کردي جنګیالیو ته د مصونیت پر غوښتلو تېروتنه کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار په سوریه کې کردي جنګیالیو ته د مصونیت پر غوښتلو جدي تېروتنه کړې ده.

رجب طیب اردوغان له هغې وروسته چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون له ترکیې ووت، وویل انقره د کردانو په مسئله کې هېڅ‌چا ته امتیاز نه‌ورکوي.

ښاغلی اردوغان زیاتوي:

"جان بولتون په‎دې برخه کې جدي تېروتنه وکړه او هر څوک چې داسې فکر کوي هم تېروتنه کوي. موږ ته ممکنه نه‎ده چې په‎دې برخه کې جوړ جاړی وکړو."

ولسمشر ډونالد ټرمپ چې هېواد یې د ترکیې پولې ته نږدې په سوریه کې د کردانو ملاتړ کوي، د ډسمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې غواړي امریکايي سرتېري له سوریې څخه وباسي.

ترکیه د سوریې کردي ډلې ترهګر بولي او وايي، د دې وسله‎والو ډلو پر ضد به خپلو پولو ته نږدې د سوریې په خاوره کې عملیات وکړي، خو امریکايي چارواکو پر ترکیې ټینګار کړی چې د سوریې له کردي جنګیالیو سره دې کار نه‎لري.

ویل کېږي چې د کردانو مسئلې، دا مهال د امریکا او ترکیې اړیکو کې یو بل کړکېچ رامنځته کړی دی.