په پام کې ده د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د مهاجرت په اړه خپل ملت ته ټلوېزيوني وينا وکړي.
د مهاجرت مسئله د دې سبب شوې چې په تېرو ١٨ ورځو کې د امريکا د فدرال حکومت ځينې برخې پرچاو شي.
تمه کېږي په نننۍ وينا کې به ولسمشر ټرمپ د امريکا او مکسيکو پر پوله د لوى دېوال د جوړولو پر پېشنهاد هم تمرکز وکړي.
ولسمشر ټرمپ د دغه دېوال د جوړولو لپاره له کانګرس څخه د نږدې ٦ میليارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.
خو ډموکراتانو چې د نومبر د انتخاباتو په نتيجه کې يې د کانګرس د استازو په جرګه کې اکثريت څوکۍ ګټلي، د دغه پېشنهاد مخالفت کړى دى.
د امريکا د اساسي قانون له مخې له ځينو استثناآتو پرته ولسمشر نهشي کولاى د کانګرس له موافقې پرته پر پروژو پيسې ولګوي.